نړۍ

اسوشیټیډ پرېس: ایران روسیې ته د لنډ واټن بالستیک توغندي استولي دي

اسوشیټیډ پرېس د دوو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ایران په دې وروستیو کې د اوکراین د جګړې لپاره روسیې ته د لنډ واټن ویشتونکي توغندي سپارلي دي.

د دغو دوو سرچینو په وینا امریکا په دې اړه خپلو متحدینو ته خبر ورکړی دی.

د دغه آژانس د خبر له مخې دواړو سرچینو د توغندیو د شمېر او یا د دوی د استولو د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي او یوازې د امریکا د استخباراتو موندنې یې تایید کړې دي.

تر دې مخکې وال سټريټ ژورنال د یوه امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی و چې ایران په دې وروستیو ورځو کې روسیې ته شاوخوا ۲۰۰ لنډ واټن ويشتونکي بالستیک توغندي ورکړي دي.

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز د یو شمېر امریکايي او اروپايي چارواکو له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، له ایران څخه روسیې ته د لنډ واټن ویشتونکو بالستیک توغندیو د لېږد خبر تایید کړ.

دې ورځپاڼې د یوه لوړ پوړي اروپايي چارواکي له خولې ویلي: «اوس پوښتنه دا ده چې واشنګټن او لوېدیځ به څه ډول غبرګون وښيي.»

دغه اروپايي چارواکي نیویارک ټایمز ته د امریکا د ولسمشريز ټاکنو د کمپاین او د جو بایډن حالت ته په اشارې سره چې د خپلې ولسمشرۍ وروستۍ میاشتې یې تېروي ویلي،« څرګنده نه ده چې د واشنګټن غبرګون به څومره قوي وي.»

د سپینې ماڼۍ چارواکو تر اوسه له ایران څخه روسیې ته د بالستیک توغندیو د استولو خبر نه دی تایید کړی، خو ایران ته یې خبرداری ورکړی چې دا ډول اقدام به د واشنګټن له چټک او سخت غبرګون سره مخ شي.

د بله پلوه د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې روسیې ته د ایران د بالستیک توغندیو د نږدې پېښېدونکي لېږد د احتمال په اړه د رسنیو د راپورونو په اړه ډېر اندېښمن دي.

دغه وزارت ویلي، د ایران او روسیې ترمنځ پوځي همکاري د اوکراین، اروپا او منځني ختیځ لپاره ګواښ ګڼي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې پر دغو دواړو هېوادونو فشارونه زیات کړي.