د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په تېرو دولسو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره ترکیې ته په رسمي سفر ځي.
نوموړی به نن (چهارشنبه، د وږي ۱۴مه) له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره وګوري.
دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې دوه اړخېزې اړیکې چې له یوې لسیزې راهیسې ترینګلې وې، اوس د ښه کېدو په حال کې دي.
دا ليدنه به د فبرورۍ په میاشت کې قاهرې ته د اردوغان له سفر وروسته ترسره شي. له ۲۰۱۲ کال راهیسې مصر ته د اردوغان سفر هم لومړی سفر و چې د دغو دوو سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو پر لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.
د ترکیې د جمهوري رياست د اړيکو دفتر د سه شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ: «د ترکیې او مصر اړیکې به په ټولو اړخونو کې وڅېړل شي او په راتلونکي وخت کې د همکارۍ د لا پراختیا لپاره به د ممکنه ګډو اقداماتو په اړه خبرې وشي.»
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې دواړه لوري به پر دوه اړخېزو اړيکو سربېره د اوسنيو سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو په ځانګړې توګه پر غزې د اسراييلو د بريدونو او د فلسطين د اشغال شويو ځمکو په اړه د نظريو تبادله وکړي.
ټاکل شوې وه چې سیسي په ځايي وخت د ماسپښین په ۲ بجو انقرې ته ورسېږي او د مازدیګر په ۵ بجو به ګډه خبري غونډه جوړه کړي.
د انقرې او قاهرې ترمنځ اړیکي په ۲۰۱۳ کال کې وروسته له هغې سختې ترینګلې شوې چې د پوځ مشر سیسي د مصر د هغه وخت ولسمشر محمد مرسي چې د ترکیې متحد و او يو کال مخکې يې د ولسمشرۍ ټاکنې ګټلې وې واکه لرې کړ.
محمد مرسي په ۲۰۱۲ کال کې د ولسمشر په توګه ترکیې ته سفر کړی و.
ترکیې او مصر تېر کال خپل سفیران يو ځل بیا سره تبادله کړل او انقرې اعلان وکړ چې قاهرې ته به بې پیلوټه الوتکې ورکوي. اردوغان په قاهره کې ويلي و، دواړه هېوادونه غواړي چې په لنډه موده کې له ۱۰ میلیارد ډالرو څخه ۱۵ میلیارد ډالرو ته سوداګري زیاته کړي.