نړۍ

 په اوکراین کې د روسیې توغندیزو بریدونو ۵۰ تنه وژلي

د اوکراین په مرکزي ښار پولتاواى کې پر یوه پوځي مرکز د روسیې د توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۲۷۱ نور ټپیان دي.

د رویټرز په وینا دا په روان کال کې پر اوکراین د روسیې تر ټولو مرګونی برید دی.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښیې چې د څو ځوانانو جسدونه په خاورو او ګردونو پوښل شوي پراته دي.

خو رویټرز ويلي د دغه عکسونو صحت نشي تاییدولى.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر ټیلیګرام ويلي: «د روسیان به خامخا د دې برید په اړه ځواب ويونکي کړو.»

هغه د وروستي برید په اړه د سمدستي څېړنو امر وکړ.

زیلینسکي د خپل شپني ویډیوي پیغام کې د وژل شويو شمېر ٥١تنه اعلان کړ.

هغه وايي، «دا څرګنده ده چې خلک د ویجاړې شوې ودانۍ لاندې بند پاتې دي. د ژوند ژغورلو لپاره هر څه چې امکان لري ترسره کیږي.»

د بېړنیو خدمتونو څانګې د مړو شمیر ٥٠ تنه ښودلی.

د پولتاواى سیمه يیز والي فیلیپ پرونین ويلي چې ممکن ١٥ کسان لا هم تر خاورو لاندې وي.

د اوکراین ځمکنیو ځواکونو ویلي په دغه برید کې يې پوځیان وژل  هم شوي دي.

دوی دا نه دي ویلي چې په وژل شویو کې څومره د وسله والو ځواکونو غړي دي، خو دا برید د کییف لپاره یو لوی ګوزار بللی شو.

په وروستیو ورځو کې اوکراین د دونتسک په محاذ کې پرمختګونه لاسته راوړي دي.