د پارېس په پارالمپیک سیالیو کې د افغان ورزشکارې ذکیه خدادادي د کډوالو د لوبډلې بریا د افغانانو له تود هرکلي سره مخ شوه.
افغان تکواندو لوبغاړې ذکیه خدادادي چې د پارېس د المپیک په سیالیو کې یې د کډوالو په لوبډله کې برخه اخیستې وه د تکواندو په برخه کې د برونزو مډال وګاټه.
د ذکیه خدادادي د برونزو مډال د کډوالو د پارالمپیک د ټیم لپاره لومړنی پارالمپیک مډال دی.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خانجاني دغه بریا په هېواد کې د«حاکمې ترهګرۍ او جهالت» پر وړاندې د ښځو د مقاومت بېلګه وبلله.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل پر اېکس لیکلي چې د برونزو دغه مډال د مقاومت او هيلې سمبول دی.
هغه ويلي: «ذکيې موږ ته يادونه وکړه چې له وطن سره مينه او اراده هيڅکله نه ماتېږي.»
د عامې روغتیا پخوانۍ وزیرې ثریا دلیل وايي، د ذکیه خدادادي بریا د افغان ښځو د استقامت، زړورتیا او وړتیا یوه بېلګه ده.
د هېواد د پارلمان پخوانۍ غړې شاګل رضايي لیکلي چې ذکیه خدادادي، یوه ویاړلې نجلۍ ده چې په جلاوطنۍ او بې ځايه کېدو کې یې د خپلو خلکو او نه لرونکي هېواد لپاره ویاړونه رامنځته کړل.
د هغې په وينا، طالبان غواړي په استبدادي فرمانونو سره د ښځو غږ خاموش کړي. خو یوه نجلۍ د اتلولۍ په ډګر کې ولاړه ده او په یوازېتوب سره په افغانستان کې د ښځو ضد ټول نظریات له له ماتوي.
طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو چې د پارېس په المپیک کې ښځینه ورزشکارانې د افغانستان استازیتوب نه کوي، چې دغه څرګندونې د بشري حقونو فعالانو او ښځینه ورزشکارانو سخت غبرګونونه پارولي وو. طالبانو په سپورټ کې د ښځو ګډون منع کړى دى.