ښځې

د هيلو کړکۍ غورځنګ: د طالبانو«غايب» مشر د قانون د توشيح کول قانوني صلاحیت نه لري

 د ښځو د هيلو کړکۍ غورځنګ  د طالبانو د نوي توشيح شوي قانون په غبرګون کې وايي چې د طالبانو «غايب مشر» د قانون د توشيح کولو قانوني واک نه لري.

دغه غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «طالبان د افغانانو له کلتور او هویت سره پردۍ ډله ده او دا قانون د خلکو د کلتور، عنعناتو او آن د باورونو خلاف دی.»

د ښځو د هيلو کړکۍ غورځنګ زیاتوي چې د طالبانو توشيح شوی قانون چې د « امربالمعروف  او نهى عن المنکر» نوميږي، د افغان ښځو له اساسي او بشري حقونو او ازادۍ څخه سرغړونه کوي او آن د «کور په زندانونو» کې د ښځو غږ زندۍ کوي.

دغه غورځنګ وايي، د قانون په پلي کېدو سره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو او کار ته د تګ انتظار پای ته ورسېد.

د غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو امربالمعروف  او نهى عن المنکر قانون او دغه پلي کوونکې اداره «د ښځو ضد او د بشري حقونو ضد» ده چې ښځې به د نوېيمې لسیزې برخلیک ته ورګرځوي.

د دغه غورځنګ  مېرمنې وايي: «موږ د دې قانون کاغذونه په څېرې کولو د دې  قانون له ټولو غیر انساني احکامو څخه خپله کرکه څرګندوو.»

د ښځو دغه غورځنګ پر نړۍ او ملګرو ملتونو غږ کړی چې له طالبانو سره د ښکېلتیا پالیسي بدله کړي او د طالبانو د بندیزونو او مجازاتو په پالیسۍ کې د هغوی «جنایتونه» له پامه ونه غورځوي او له «ناوړه زندان» څخه د افغان مېرمنو د ژغورلو لپاره اقدام وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو مشر د « امربالمعروف  او نهى عن المنکر قانون» توشيح کړی او اوس نافذ دی.

د قانون دیارلسمه ماده د ښځو غږ د «عورت» په توګه تعریفوي او امر کوي چې د ښځو غږ باید ونه ورېدل شي او ښځې باید خپل مخونه او بدن په بشپړ ډول پټ کړي.

د یادولو وړ ده چې دا ۱۱۴ صفحې قانون د ښځو د اساسي او بشري حقونو په محدودولو او منع کولو تمرکز کوي او ښځې له خپلو ټولو بشري حقونو بې برخې کوي.