افغانستان

مک کال: طالبانو « پرښځو د برید» لپاره یو بل ګام واخيست

د  متحده ايالاتو د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رٸیس مایکل مک کال وايي چې د افغان ښځو سره د مرستې لپاره د بایډن او هرېس ادارې تشې ژمنې د دې لامل شوې چې طالبان په «ښځو باندې برید» کې یو ګام نور هم مخکې لاړ شي او آن په عام محضر کې د دوی د سترګو د ښکاره کولو مخه ونیسي.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د شنبې په ورځ ( د وږي ٣مه) د مک کال څرګندونې د طالبانو د توشيح شوي قانون په غبرګون خپرې کړې دي.

مک کال په وينا کې چې د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمېټې له خوا خپره شوې، وویل: «موږ نشو کولی هغه ملیونونه ښځې او نجونې هېرې کړو چې د دې ډلې (طالبانو) له خوا ځورول کېږي.»

هغې زیاته کړه، کله چې بایډن او هرېس افغان خلک خوشې کړل، طالبانو دې ته وهڅول چې د ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې په برخه کې د لسیزو لاسته راوړنې له منځه یوسي.

دغه امریکايي چارواکي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید هوډ ولري چې طالبان په رسمیت ونه پیژني.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عدلیې وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د دوی مشر هبت الله اخندزاده د  امربالمعروف و نهي عن المنکر  قانون توشيح کړی چې اوس نافذ دی.

د دغه قانون دیارلسمه ماده د ښځو غږ د «عورت» په توګه تعریفوي او امر کوي چې د ښځو غږ باید وانه ورېدل شي او ښځې باید خپل مخونه او بدن په بشپړ ډول پټ کړي.

د یادولو وړ ده چې د قانون ۱۱۴ مخونه د ښځو د اساسي او بشري حقونو په محدودولو او منع کولو تمرکز کوي او ښځې له خپلو ټولو بشري حقونو بې برخې کوي.