د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورښت او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې دغه ادارې نن (شنبه، د وږي ۳مه او سبا یکشنبه) د سختو بارانونو او سېلابونو وړاندوینه کړې ده.
د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې په وینا، بدخشان، نورستان، کنړ، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونه به د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدان وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سالنګ په ګډون د هېواد په شمالي، لوېديځو، سوېل، ختيځو او مرکزي ولايتونو کې د تېز بادونو د لګېدو امکان هم شته.
د هېواد په بیلا بیلو برخو کې به د بادونو سرعت به په ساعت کې د ۵۰ او ۸۰ کیلومترو او په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښت اندازه د ۱۵ او ۳۰ ملي مترو تر منځ اټکل شوې ده.