د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق په يو راپور کې ويلي، افغانستان په بېړنۍ توګه ۱۸زره قابله ګانو ته اړتیا لري.
د دې سازمان په وینا، قابله ګانې کولی شي د امیندوارو مېرمنو، میندو، ماشومانو او لویانو شاوخوا ٩٠ سلنه لومړني روغتیا اړتیاوې پوره کړي. په هېواد کې د دومره شمېر قابلو نشتوالی د ښځو او نجونو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او د هغوی فزیکي خپلواکي کمزورې کوي.
په دغه راپور کې راغلي«افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري؛ په هر ساعت کې یوه ښځه د امیندوارۍ او زیږون د اختلاطاتو له امله مړه کیږي. دا مړینې په لویه کچه د ماهرو قابلو د کافي پاملرنې سره د مخنیوي وړ دي.»
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق همداراز خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار او له محرم پرته پر تګ راتګ بندیزونه به د افغانانو راتلونکي نسل ته خطرناکې پایلې ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او پوهنتونونو ته یې د نجونو او ښځو پر ورتګ بندیز لګولی دی.
په پای کې، دغه سازمان یادونه کړې چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ٩٠٠زره نورو قابلو ته هم اړتیا ده.