ښځې

په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بنديز: د طب پوهنځي ۱۹ زده کړيالانې د خپلو زده کړو د دوام لپاره سکاټلنډ ته تللي

په داسې حال کې چې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز ته دوام ورکړی، د طب ۱۹ ښځینه زده کړيالانې سکاټلینډ ته د خپلو زده کړو د دوام لپاره لېږدول شوي دي.

 اېس ټي وي راپور ورکړ چې دغه افغان محصلینې له پاکستانه  سکاټلینډ ته وړل شوي او الوتکه یې د اډینبورګ په هوایی ډګر کې ښکته شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې پر ښځو يې ثانوي او لوړو زده کړو بندیز لګولی دی.

د راپور له مخې، د لېنډا نورګرو خیریه موسسې د انګلستان او سکاټلینډ حکومتونو په همکارۍ د ١٩ محصلينو لپاره انګلستان ته د  تګ زمينه برابره کړې، ترڅو دوی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ١٤٠٠ کال په زمري میاشت کې د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط راهیسې، دوى ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړي او پر ژوند یې سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

په تېرو درېيو کلونو کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع شوې دي او پوهنتونونه يې هم د نجونو پرمخ تړلي دي.

طالبانو دغه راز په په کانکور ازموينه کې د نجونو پر ګډون بنديز لګولى او سږ کال يې په ټول افغانستان کې آن د يونجلۍ ګډون پرته هم د کانکور ازموينه واخستله.