سوداګري

 طالبانو له ازبکستان سره سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

د طالبانو تر واک لاندې د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، چې سوداګرۍ د ودې او پراختیا په موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ يې سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.

دې ادارې د نن(سه شنبه، زمري٢٨مه) په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د طالبانو د رٸيس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر اخند په کابل کې د ازبکستان له لومړي وزير عبدالله عارفوف سره پنځه تړونونه لاسلیک کړل.

طالبانو ویلي، چې دغه تړونونه د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې، د کانونو او پټرولیم، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې لاسلیک شوي دي.

طالبانو په  خبرپاڼه کې د ازبکستان د لومړي وزير په حواله راغلي چې هېواد يې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی او«له طالبانو سره له تعامل پرته پرمختګ ناشوني دی».

په همدې حال کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له ازبکستان سره د افغانستان د نفتي حوزو د سپارلو په اړه هم خبرې کړې دي.

دغه وزارت پر اېکس لیکلي چې د ازبکستان اېرل د نفتو او ګازو په ساحو په ځانګړې توګه د افغانستان په جوزجان ولایت کې د طوطي میدان د ګازو په بلاک کې پانګونې ته لېواله دی.

اوس مهال، د افغانستان د تېلو د سترې زېرمې قرارداد د چینایانو په لاس کې دی او طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د خامو تېلو له پلور څخه تر ۸۰ میلیون ډالرو ډېر عايد ترلاسه کړي دي.