ښځې

 د ځواکمنو ښځو غورځنګ: د جمهوري نظام له ړنګېدو سره هېواد د «نړیوالې ترهګرۍ» خولې ته ولوېد

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ د اګسټ په ۱۵مه په هېواد کې د جمهوري ریاست د ړنګېدو او د طالبانو د واک ته رسېدو د ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په هېواد کې د جمهوري ریاست له نسکورېدو سره افغانستان یو ځل بیا د « نړیوالې ترهګرۍ د بلا خولې ته» ولوېد.

دغه مېرمنې وايي، نړۍ د طالبانو تر حاكميت لاندې د افغانستان «د ناوړه وضعیت» په اړه چوپتيا اختيار کړې ده.

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي، «دا توره ورځ د نړیوالو سیاستونو د ټکر په پایله کې پر موږ تپل شوې ده.»

اعتراض کوونکې طالبان د هیواد د روان وضعیت مسول بولي او پر نړۍ یې غږ کړې چې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو د ژغورنې لپاره اقدام وکړي.

دغه غورځنګ وايي، افغانستان د نړیوالو او سیمه ییزو «ترهګرو» ډلو لپاره په امن پټنځای بدل شوی، چې ښه بېلګه یې د کابل په زړه کې د ایمن الظواهري وژنه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ترهګرو ډلو وده نه یوازې افغانستان ته ګواښ دی؛ بلکې د نړۍ او سیمې امنیت ته هم ګواښ دی او نړۍ باید مخکې له دې چې د «ترهګرۍ اور» بېلابېلو هېوادونو ته خپور شي، اقدام وکړي.

يادو مېرمنو همداراز له نړۍ غوښتنه وکړه چې د ملګرو ملتونو د استازي تر څارنې لاندې د یوې ملي پروسې په ملاتړ او د افغانستان د ټولو توکمونو او طبقو په ګډون د طالبانو واکمني پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د مدني ټولنې او د بشري حقونو یو شمېر فعالانو هم د اګست د ۱۵مې په مناسبت د طالبانو پر ضد په ټول هېواد کې د لاریونونو غږ کړی دی.

د مدني ټولنې او د بشري حقونو فعالانو په افغانستان کې د طالبانو واکمني « تبعیضي رژيم» بللى او پر ملګرو ملتونو یې غږ کړی چې په رسمیت يې ونه وپېژني.