د اوکراين د بشري حقونو کمېشنر د سره صليب له نړيوالې کمېټې او ملګرو ملتونو غوښتي چې د هغه انځور په اړه پلټنې وکړي چې د شنبې په ورځ (اګست ۳مه) په انلاين ډول په پراخه کچه شريک شو.
د اوکراین د بشري حقونو د کمیسیون د چارواکو په وینا، دا عکس ښیې چې د دې هیواد یو جنګي اسير د روسي ځواکونو له خوا وژل شوی او ټوټې ټوټې شوی دی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د اوکراین لوی څارنوال ویلي چې په ټولنیزو شبکو کې د یو اوکرایني زنداني د «قتل او ټوټې کولو» په اړه د خپرو شویو معلوماتو په اړه سمدستي څېړنې پیل شوي.
د اوکراین د بشري حقونو د کمیسیون مفتش دیمیترو لوبینیتس ویلي دي: «د اوکرایني زنداني عکس چې سر، لاسونه او پښې یې د روسانو له خوا پرې شوي وو، پر انټرنټ خپور شوی دی».
هغه زیاته کړه، «د دې وحشتناکو انځورونو په ليدو سره، مې په بېړني ډول د سره صلیب له نړیوالې کمیټې او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې د دې ترهګريز دولت لخوا د بشري حقونو نورې سرغړونې هم ثبت کړي.»
روسیې تر دې مخکې د جګړې اسيرانو سره د ربړونې او شکنجې د نورو ډولونو ناوړه چلند رد کړی دی.
خو د اوکراین په اړه د ملګرو ملتونو د څېړنو کمیسیون د مارچ په مياشت کې په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې په ۱۲ جلا جلا پیښو کې د لږ تر لږه ۳۲ اوکرایني جنګی بندیانو د اعدام اعدام تورونه مستند کړي دي او په خپلواکه توګه د دغو درېيو اعدامونو پیښې تایید کړي دي.
د څېړنو درې کسیز کمیسیون ویلي چې د روسيې لخوا د سيستماتيک ډول د اوکرایني جنګی اسيرانو د شکنجه کولو په اړه يې شواهد راټول کړي او د جنګی بندیانو د تناسلي اعضاوو برېښنایی ګوزارونو او د جنسي تېرې د مستندکولو په حال کې دي.
دې کمیسیون ویلي چې د شکنجې دا ډول قضیې په هغه اندازه کې دې چې د بشریت ضد جرمونه ګڼل کېدی شي او د دې قضیو پیښې یې «پراخ او سيسټماټيک» بللې دي.