نړۍ

اسرائیلو د حماس د پوځي مشر د وژل کېدو خبر ورکړ

اسرائیل وايي، د حماس پوځي مشر محمد ضیف تېره میاشت پر غزې د اسرائیلو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

اسراییلو محمد ضیف د اکټوبر د اوومې نېټې د حماس د حملې د طراحانو په توګه ياد کړی دی.

خو د نیویارک ټایمز په وینا، د محمد ضیف  برخلیک، چې آیا رښتيا هم هغه په ​​دغه بریدونو کې وژل شوی، لا هم روښانه نه دی.

حماس تر اوسه د محمد  ضیف د مړینې په اړه څه نه دي ویلي.

په دغه برید کې چې اسرائيلي چارواکي پکې د ضیف د وژنې ادعا کوي لږ تر لږه ۹۰ کسان وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې دم، چې د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه هم تېره ورځ (چهارشنبه، زمري١٠) په ایران کې په خپل کور کې په یوه هدفي برید کې ووژل شو.

که څه هم اسرائیلو په رسمي ډول د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو ایران او حماس تل آويو د دې وژنې مسٶل ګڼي.