د افغانستان بیرغ په تېرو یو سلو پنځو کلونو کې ۱۲ ځلې بدل شوی او د دولسم ځل لپاره نږدې درې کاله وړاندې د ۱۴۰۰م لمریز کال د زمري په ۲۴مه واک ته د طالبانو له رسېدو سره بدل شو.
د افغانستان په ملي بیرغ کې وروستی بدلون د زمري په میاشت کې رامنځ ته شو، هغه میاشت چې په کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د هېواد تېر حکومت د همدې ورځې په اوومه نیټه د ملي بیرغ ورځ ونمانځله. په دغه میاشت کې د زمري ۲۸مه د هېواد د خپلواکۍ ورځ ده، چې هر کال نمانځل کېږي.
د افغانستان د درې رنګه بیرغ ریښه د افغانستان د خپلواکۍ او د امان الله خان دورې ته ورګرځي.
د امیر حبیب الله خان له تور بیرغ نیولې د طالبانو تر سپین بیرغ پورې، په دې یو سلو پنځو کلونو کې افغانستان ۱۲ ځله د بیرغونو د بدلون شاهد وو.
د افغانستان له خپلواکۍ مخکې د هېواد بیرغ تور وو، خو د محراب او منبر نښې هم په کې وې.
امان الله خان له زړې برتانیې د افغانستان له خپلواکۍ وروسته په ۱۳۰۷ کال کې د لویې جرګې په تصویب تور بیرغ د ازادۍ په درې رنګه بیرغ بدل کړ . تور، سور او زرغون. او په کې د اسلام، غنم او لمر نښانونه.
خو کله چې حبيب الله کلکاني په ١٣٠٨ کال کې واک ته ورسېد، د بيرغ نښانونه يې لرې کړل او زرغون رنګ يې په سپين بدل کړ.
که څه هم په دې اړه رسمي سرچینو څه نه دي ویلي. خو تر ډیره دا جزییات د نورو سرچینو په ژبه ویل شوي دي.
خو کله چې محمد نادرشاه واک ته ورسيد، یو ځل بيا يې درې رنګه بيرغ د ملي بيرغ په توګه اعلان کړ خو د نښانونو په لږ توپیر سره.
خو په ۱۳۰۹ کال کې محمد نادرشاه یو ځل بیا د افغانستان بیرغ بدل کړ او په نوې بیرغ کې یې محراب، منبر، غنم او د افغانستان نوم اضافه کړ. دا بیرغ د شاهي دورې او د محمد نادر شاه د زوی محمد ظاهر شاه د واکمنۍ تر پایه پورې د افغانستان ملي بیرغ وو.
خو د شاهي دورې له پای ته رسېدو او د سردار محمد داوود خان د ولسمشرۍ ریاست له پيل سره سم په ۱۳۵۲ کال کې د افغانستان بيرغ د شپږم ځل لپاره يو ځل بيا بدل شو. د بيرغ شين رنګ تېز شو او د بيرغ نښانونه هم بدل شول. افقي رنګونه، محراب، منبر او د باز نښانونه ور اضافه شول.
د اووم ځل لپاره په ۱۳۵۷ کال کې د نورمحمد تره کي او حفیظ الله امین د ولسمشرۍ په دوره کې د افغانستان بیرغ په سور رنګ او د خلق دیموکراتیک ګوند په نښان بدل شو.
د افغانستان بیرغ د اتم ځل لپاره په ۱۳۵۸ کال کې بدل شو او د ببرک کارمل او نجیب الله د ولسمشرۍ په دوره کې درې رنګه بیرغ بیرته په خپلو رنګونو کې راستون شو، خو په افقي رنګونه او د منبر په ګډون له بېلابېلو نښانونو سره.
خو د صبغت الله مجددي او برهان الدين رباني د ولسمشرۍ د دورې له راتګ سره د بیرغ سور رنګ سپین ته بدل شو او له ١٣٧١ کال تر ١٣٨٠ پورې د افغانستان بيرغ د منبر او محراب په نښانونو سره تور، سپين او شين رنګ وو.
خو په ۱۳۷۵ کال کې چې طالبان کابل ته راغلل او د ارګ اداره یې په لاس کې واخیسته، افغانستان دوه بیرغونه درلودل. د طالبانو سپین بیرغ او د برهان الدین رباني د حکومت درې رنګه بیرغ. خو ملګرو ملتونو د برهان الدین رباني د حکومت بیرغ په رسمیت پېژندلو.
د افغانستان بیرغ د ۱۱م ځل لپاره د جمهوریت په شل کلنه دوره کې بدل شو. په دې دوره کې د امان الله خان د دورې درې رنګه بیرغ د نښانونو له بدلون سره بیرته راوګرځید. درې رنګه بیرغ د اسلام، کلمې، محراب او منبر له نښانونو سره.
طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې درې رنګه بیرغ پر سپین بدل کړ، خو ملګري ملتونه لا هم د افغانستان درې رنګه بیرغ په رسمیت پېژني.
بلاخره د وروستي ځل لپاره په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو په راتګ سره د هېواد درې رنګه بیرغ ټول شو، اوس ښایي یوازنی بیرغ وي، چې له خپل هېواد پرته له ملګرو ملتونو د المپیک تر سیالیو پورې پورته کیږي.