نړۍ

د اسرائیلو له خوا د ٦٠ وژل شویو فلسطینیانو جسدونه یوه اوونۍ وروسته وموندل شول

د لسګونو فلسطینیانو جسدونه چې تېره اوونۍ د اسرائیلي ځواکونو له خوا وژل شوي وو، د غزې تړانګه کې له دغو ځواکونو له وتلو وروسته وموندل شول.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، فلسطیني چارواکو ویلي چې د دوی ټیمونو د غزې په تړانګه کې د تل الحوا او صبرا په سیمو کې له یوې اونۍ وروسته ۶۰ جسدونه موندلي دي.

د غزې د« ملکي دفاع» ویاند محمود باسال ویلي: «په سړکونو پراته جسدونه، ټوټې ټوټې شوي جسدونه او د ټولو کورنیو جسدونه پراته دي. دغه راز په یوې حویلۍ کې هم د یوې کورنۍ جسدونه پراته دي چې په بشپړه توګه سوځول شوي دي.»

د غزې اوسیدونکو او ژغورونکو ډلو ویلي، په داسې حال کې چې ټانکونه له ځینو سیمو وتلي دي، اسرائیلي نښان ويشتونکي او ټانکونه په ځینو لوړو ځمکو کنټرول لري او اوسيدونکو ته یې د بېرته ستنېدو په اړه خبرداری ورکړی دى.

په ورته وخت کې، د اسرائيلو پوځ اعلان وکړ چې دوی په غزه ښار کې د انروا په پخواني مرکزي دفتر کې د حماس په نظامي کمپلیکس کې ډرون او نورې وسلې موندلي او د برید دمخه یې ملکي وګړي له سیمې ایستلي دي.

له بلې خوا د حماس او اسلامي جهاد وسله والو څانګو اعلان کړی، چې دوی پر اسراٸيلي ځواکونو د ټانک ضد توغنديو او راکټونو بريدونه کړي او د دغو ځواکونو ګڼ شمېر سرتېري يې وژلي او ټپيان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له جګړې مخکې د غزې ښار له څلورمې برخې وګړو څخه د زیاتو اوسېدونکو د مېشتېدنې ځاى و. دا ښار د ٢٠٢٣ په پای کې د اسراییلو پوځ لخوا په پراخه کچه ویجاړ شو؛ خو په سلهاو زره فلسطینیان مخکې له دې چې اسراییلو ورته د وتلو امر وکړي خپلو ویجاړو کورونو ته ستانه شول.