نړۍ

عمومي منشي: نړۍ «زړور او پرېکنده» موسمي اقدام ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، نړۍ د تودوخې د ښه کولو لپاره «زړور او پرېکنده» اقدام ته اړتیا لري.

ښاغلي ګوتیریس پر اېکس لیکلي: «موږ نشو کولی داسې راتلونکی ومنو چې شتمن دې د هوا بدلوونکي وسايلو (د هوا سړونکي او ګرم کوونکي وسايل) کې خوندي وي؛ پداسې حال کې چې پاتې انسانیت د وژونکي هوا له امله اغیزمن کیږي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، سږ کال تر اوسه په ټوله نړۍ کې د ګرمۍ څپې په سلګونو کسان وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تازه د راپورونو پر بنسټ په هند کې په وروستیو اوونیو کې د سختې ګرمۍ له امله لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د يادونې وړ ده، چې اوچا تر دې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو، چې که څه هم افغانستان د  په موسمي بدلون کې صفر سلنه رول لري؛ خو د ویجاړونکو اغیزو سره مخ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې اندریکا راتواته ويلي، سره له دې چې افغانان موسمي بدلون کې صفر سلنه ونډه لري؛ خو د ویجاړونکي اغیزو سره مخ دي.