د متحده ایالاتو د طوفان ملي مرکز (اېن اېچ سي) د هیوسټون ایالت ساحل ته د «بریل» په نوم پیژندل شوي «وژونکي طوفان» ته د رسیدو خبرداری ورکړی.
د دغه راپور له مخې دغه طوفان تېره اوونۍ د جامايکا، ګرناډا، سېنټ وينسنټ او ګرناډينز په ښارونو کې رامنځته شوى چې له امله يې ١١ کسان مړه شوي او يو شمېر ودانۍ يې زيانمنې او د برېښنا مزي يې پرې کړي دي.
رویټرز وايي، طوفان اوس د هوسټون پر لور روان دی او ښايي ډېر شي.
تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو د تکزاس په لور د ياد طوفان د خوځېدو له خبرداري وروسته د تېلو بندرونه تړلي او ځيني الوتنې يې ځنډولي دي.
د دغه خبري آژانس د راپور له مخې د هوسټون سرپرست والي پاټریک پرون (یکشنبه، د جولای ۷مه) د دغه ایالت ۱۲۰ کوچني ښارونه د «ناورین منونکي سیمې» اعلان کړل.
دغه والي ويلي، هغه خلک چې په مستقيم ډول د دې طوفان په لاره کې پراته دي، بريل به د هغوى لپاره وژونکی وي.
د يادولو وړ ده، چې د هوسټون په ایالت کې ښوونځي به د بريل طوفان نږدې کېدو سره وتړل شي.
د دغه ایالت هوایی شرکتونو لا دمخه په سلګونو الوتنې ځنډولې ، او د هوسټون چارواکو د «ساحلي ښارونو عمومي تخليې» امر کړی دى.