نړۍ

د فرانسوي وګړو د ټاکنو په دوهم پړاو کې رایه اچونه وکړه

فرانسوي وګړو د یکشنبې په ورځ د پارلماني ټاکنو په دوهم پړاو کې رایه اچونه وکړه. په ټاکنو کې د مارین لوپن په مشرۍ ښي اړخه ګوند هڅه کوي چې د هېواد په پارلمان کې اکثریت څوکۍ وګټي.

د کډوالو ضد ملي اجماع ګوند چې مشري یې مارین لوپن او جردن بارډلا کوي په ټاکنو کې د فرانسې د پارلمان او حکومت د نیولو ښه چانس لري.

د ټاکنو په لومړي پړاو کې دې ګوند د بریا په پایله کې، په سلګونو سیال نوماندان له سیالۍ څخه وویستل؛ ترڅو نورو د مارین لوپن ښي اړخي ګوند ته د ماتې ورکولو ښه چانس پيدا کړي.

د فرانسې پارلماني ټاکنې به د پاریس پر وخت د شپې اته بجې پای ته ورسیږي او وروستۍ پایلې به یې ۱۲ ساعته وروسته اعلان شي.

په همدې حال کې، تېره اونۍ د مرکزي او کیڼ اړخو ګوندونو ایتلاف هڅو په ملي شورا کې د ٥٧٧ څوکیو مطلق اکثریت ګټلو لپاره د لوپن چانس کم کړی دى.

نظرپوښتنې ښیې چې دملي اجماع ګوند به د مقننه قوې په توګه راڅرګند شي خو د ٢٨٩ څوکیو اکثریت به وګټي چې لوپن او ٢٨ کلن جورډن بارډلا ورته اړتیا لري څو د لومړي وزیر رول په غاړه واخلي او فرانسه په ګړندۍ توګه د ښې اړخو په لور رهنمايي کړي.

خو د دې سناریو ډېره برخه په دې پورې اړه لري چې رایه ورکوونکي د ښي اړخو د سخت ځواک د مخنیوي لپاره د ملي ټولنې ضد ګوندونو ایتلافونو غوښتنې ته پام وکړي.

د اروپا د پارلمان غړی او د فرانسې د کیڼ اړخو ایتلاف مشره رافايل ګلوکسمن ويلي، چې هغه په دې باور ده چې د تېرې میاشتې په ټاکنو کې فرانسوی کیڼ اړخي مخکښ وو.

د رويټرز د راپور له مخې رافایل ګلوکسمن فرانس اينټر راډيو ته وویل: «فرانسه د یو کمر په څنډه کې ده او موږ نه پوهیږو چې ترې وابه وړو که نه.»