سوداګري

افغان سوداګر وايي اته زره ټنه پیاز يې هند ته صادر کړي

په کونړ ولایت افغان سوداګر وايي، هند ته یې اته زره ټنه پیاز صادر کړي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د صادر شویو پیازو ټولیز ارزښت له ۹۱ میلیونو افغانیو ډېر دی.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې دغه پياز د پاکستان له لارې هند ته صادر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان سوداګر له هېواده بهر د افغاني تولیداتو او محصولاتو د صادرولو په برخه کې د ګڼو ننګونو له شتون څخه شکایت کوي.

دا سوداګر د هېواد پر بانکي سیستم بندیزونه، زیاتې مالیې، د ګمرکي تعرفو لوړه بیه او د هېواد په بندرونو کې د معیاري سړو خونو نشتوالی د دوى په وړاندې له عمده ننګونو څخه بولي.