افغانستان نړۍ

امامعلي رحمان د چین – تاجکستان – افغانستان د سوداګریز دهلېز د پیل غوښتنه وکړه

د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان د چین – تاجکستان – افغانستان د سوداګریز دهلېز په اوږدو کې د سړکونو او اورګاډي پټلۍ د جوړولو د عملي کار د پیل غوښتنه وکړه.

د تاجکستان ولسمشر دغه څرګندونې د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره تر کتنې وروسته په يوه خبري غونډه کې کړې دي.

هغه د سیمه ییزو اړیکو او سوداګرۍ پر پراختیا هم ټینګار وکړ.

د ټرنډ خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي حمان وویل، «موږ دا وړاندیز هم کوو چې د چین-تاجکستان-افغانستان سوداګریز دهلېز په اوږدو کې د سمه ييزو اړيکو اوسوداګرۍ د پراختيا لپاره  د سړک او ریل پټلۍ د جوړولو لپاره عملي ګامونه پورته شي.»

هغه همداراز د «کللاى خمب – وانچ – روسون » په سيمه کې د سرحدي سړک پر جوړولو هم ټينګار وکړ او ويې ويل چې دا به د چين – تاجکستان – ازبکستان – ترکمنستان – ايران – ترکيې ترانزيتي دهلېز پياوړى کړي.

د يلدونې وړ ده، له هغه وروسته  چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړى، تاجکستان په پرله پسې ډول له افغانستان څخه د ترهګريزو ګواښونو او د نشه يي توکو د قاچاق د زياتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ياد هېواد ولسمشر په دې ليدنه  او ګډه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو هم ټینګار وکړ.