نړۍ

د لومړنیو پایلو له مخې پزشکيان د ایران د ولسمشريزو ټاکنو مخکښ دی

د ایران د ولسمشريزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان پر بنسټ مسعود پزشکیان د دغو ټاکنو مخکښ نوماند دی.

ایراني رسنیو ویلي، چې تر اوسه په ټول ایران کې له ۴۷زره۸۰۷ ټاکنیزو مرکزونو څخه ۲۳ميليونه۶۴۶زره ۱۳۸ رایې شمېرل شوي دي.

د لومړنیو پایلو له مخې چې نن (شنبه د چنګاښ ۱۶مه) د سهار په ۵:۳۰ بجو د ایران د ټاکنو د کمیسیون له خوا اعلان شوې، مسعود پزشکيان  ۱۲ميليونه ۷۰۴زره ۹۱۰ رايې او سعید جلیلي ۱۰ميليونه ۴۷۴زره ۲۳۸ رایې ګټلې دي.

د يادونې وړ ده چې د ايران د څوارلسمې دورې د ولسمشريزو ټاکنو رايې ورکوونه د جمعې په ورځ سهار اته نيمې بجې د دغه هېواد دننه په ۵۸ زره ټاکنيزو حوزو  او د هېواده بهر په څه دپاسه سلو هېوادونو په ۳۱۴ ټاکنيزو حوزو کې ترسره شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې د دغه هیواد د ولسمشريزو ټاکنو هیڅ یوه نوماند هم د خوښې رایې ترلاسه نه کړې او د دغه هېواد د د څوارلسمې دورې ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدې.

د ایران د ولسمشريزو د ټاکنو په دوهم پړاو کې مسعود پزشکیان او سعید جلیلي له یو بل په وړاندې سیالي وکړه.