د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان پر بنسټ، مسعود پزشکيان د دغو ټاکنو مخکښ نوماند دی.
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ټاکنو د مرکزي دفتر ویاند محسن اسلامي د خبریالانو په شتون کې د ایران د ټاکنو د رایو شمېرنې لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي.
د دغو راپورونو پر بنسټ، دا پایلې د ایران په بېلابېلو سیمو کې له ۳۲ زره ۲۴۴ ټاکنيزوحوزو څخه د ۱۲ میلیون ۵۸ زره ۸۴۳ رایه ورکوونکو رایې دي.
د دغو پایلو له مخې، مسعود پزشکيان ۵ میلیونه ۳۵۴ رایې، سعید جلیلي ۴ میلیونه ۸۷۵ زره ۲۶۹ رایې، محمد باقر قاليباف ۱ میلیون ۶۲۰ زره ۶۲۸ رایې او مصطفی پور محمدي هم ۹۵ زره ۱۷۲ رایې خپلې کړې دي.
د يادونې وړ ده،چې د ټاکنو دا پايلې لومړنۍ دي او لا هم د ايران په بېلابېلو ټاکنيزو حوزو کې د رايو شمېرنه دوام لري.