نړۍ

د کډوالو نړیواله ورځ: ګوترش له کډوالو سره د پیوستون غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونږ سرمنشي انتونيو  ګوترش د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې د کډوالو د ملاتړ لپاره د نړیوال پیوستون په بیړنۍ اړتیا ټینګار وکړ. هغه د امنیت په ارزښت او د پناه غوښتونکو لپاره د وقار سره د ژوند د بیارغونې وړتیا ته هم اشاره وکړه.

د سږکال د کډوالۍ د نړيوالې ورځې پيغام «د هغې نړۍ لپاره، چیرې چې د کډوالو هرکلى کېږي» دى.

ښاغلي ګوترش وویل: «کډوال اوس تر بل هر وخت زموږ پیوستون ته اړتیا لري؛ پیوستون پدې معنی دی چې زموږ دروازې خلاصې وساتي، د دوی ځواک او لاسته راوړنې ولمانځي، او هغه ننګوونې حل کړي چې دوی ورسره مخ دي.»

هغه زیاته کړه هغه کسانو سره مرسته چې تېښتې ته اړ شوي د دوی ستونزو ته د حل لارې موندل په دې پيوستون کې شامل دي، لکه د شخړو پای ته رسېدل؛ ترڅو دوی په خوندي توګه بېرته کور ته ستانه شي، ډاډ ترلاسه کړي چې دوی په خپلو کوربه ټولنو کې د ودې لپاره فرصتونه لري، او د کډوالو د ګډون او ملاتړ لپاره هغه سرچینې چې هېوادونه ورته  اړتیا لري، چمتو کړو.

ښاغلي ګوترش ټينګار وکړ «د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت، راځئ چې د نړۍ د ګډ مسؤلیت  چې د کډوالو سره مرسته او ښه هرکلى وکړي، د دوی د بشري حقونو ساتنه وکړي – د پناه غوښتنې حق په ګډون – او په نهایت کې شخړې حل کړي، تاييد کړو؛ ترڅو هغه کسان چې د خپلو ټولنو پریښودو ته اړ شوي  بېرته خپل کور ته ستانه  شي.»

خو د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام راپور ورکړی، چې د تېر کال له اکټوبر میاشتې راهیسې تر نیم میلیون ډېر کسان له پاکستانه افغانستان ته ستنېدو ته اړ شوي دي.

دغه سازمان یادونه کړې چې په دغه هېواد کې د اقلیم د خرابېدو له امله یو شمېر دغه کسان اوس بېرته بې ځایه شوي دي.

افغانستان لا هم په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېر کډوال لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميسيون  په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په ټوله نړۍ کې ۶.۴ میلیونه کډوالو په لرلو لومړى مقام لري، چې د نړۍ د کډوالو له دریمې برخې سره برابر دي. په دغه راپور کې ویل شوي چې سوریه د افغانستان ترڅنګ په نړۍ کې ۶،۴ میلیونه کډوالو په لرلو سره دويم مقام لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسيون  په نړۍ کې د کډوالۍ لامل«جګړه، بې وزلي او پوځي تبعیض» بللي دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال تر پایه په نړۍ کې د «جبري کډوالو» شمېر ۱۱۷،۳ میلیونه کسانو ته لوړ شوی دی.

 دغه راپور دا هم زیاتوي چې په نړۍ کې د کډوالۍ بهیر نه دی درېدلی او د ۲۰۲۴ کال تر اپریل پورې له ۱۲۰ میلیونو څخه زیاتو کسانو ته لوړ شوى دی.

دا راپور ښیې چې له هرو ٦٩ کسانو څخه یو یې یا په بل عبارت د نړۍ د نفوس ١.٥سلنه  په جبري توګه بې ځایه شوي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي وویل: «د بې ځایه کیدو د دې زیاتوالي تر شا بې سارې کړاوونه پراته دي.»

انتونیو ګوتریش د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي: «راځئ چې د کډوالو د ملاتړ او خپلو هېوادونو ته د هغوی د ستنېدو په برخه کې خپلو ګډو مرستو ته دوام ورکړو.»