نړۍ

اسراییل له حزب الله سره د هر اړخیزې جګړې پر لور روان دی

د اسراييلو د بهرنيو چارو وزير اسراييل کاتز خبرداری ورکړی، چې ښايي له حزب الله سره د هر اړخيزې جګړې په اړه پرېکړه وشي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، هغه ویلي چې دا پریکړه به آن په هغه حالت کې هم ترسره شي چې متحده ایالات غواړي د هر ډول تاو تریخوالي مخه ونیسي.

د دغه خبری اژانس د راپور له مخې  اسرائيلو له هغې وروسته  له حزب الله سره د هر اړخیزې جګړې د احتمال خبرداری ورکړ چې  د دغې ډلې  لخوا د اسرائيلو پر دريم ستر ښار حيفا باندې د احتمالي بريد په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې د امریکا استازی عاموس هوخشتاين لبنان ته تللی څو د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ کم کړي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د لبنان په سوٸلي پوله کې د حزب الله او اسرائيلي پوځ ترمنځ راکټيز بريدونه او د ډزو تبادله زياته شوې ده.

رویټرز خبر ورکړی دی چې له تېرې اونۍ راهیسې د ایران په ملاتړ دغې ډلې د اسرائیلو پر پوځي تاسیساتو تر ټولو لوی راکټيز او د ډرون بریدونه کړي دي.

په ورته وخت کې، د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر پر اېکس لیکلي، د حزب الله د مشر سید حسن نصرالله د ګواښونو په تعقیب چې د حیفا بندرونو ته زیان رسوي او د چینايي او هندي شرکتونو لخوا اداره کیږي، اسراییل د مقرراتو بدلېدو پرېکړې (له حرب الله سره هر اړخیزه جګړې ) ته نږدې کیږي.

په ورته وخت، د لبنان حزب الله ویلي دي چې په غزې تړانګه کې د اوربند تر پلې کېدو پورې به پر اسرائیلو خپل بریدونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائيلو ته د امریکا لېږل شوى استازی وايي چې اسرائیل ته له لنډ سفر وروسته سمدستي لبنان ته استول شوی دی. ځکه چې «وضعیت جدي دی.»