نړۍ

روسیه: اوکراین خارکیف ته نور پوځي تجهیزات استولي

روسیه وايي، اوکراین خارکیف ته نور پوځي تجهیزات استولي دي.

رویټرز پرون راپور ورکړ چې د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف سیمه کې جګړه زور اخيستى دى.

رویټرز لیکي چې مسکو هڅه کوي خارکیف د خپلې خاورې یوه برخه وګرځوي.

د دغه راپور پر بنسټ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې اوکرایني ځواکونه په تدریجي ډول د خارکیف له سیمې څخه د روسي پوځیانو د ایستلو په حال کې دي.

په ورته وخت کې د اوکرایني ځواکونو قوماندان ویلي، مسکو هڅه کوي مخکې له دې چې اوکراین ته د اېف-۱۶ جنګي الوتکو په ګډون د امریکا جنګي وسلې راورسېږي، خپلو پرمختګونو ته به دوام ورکوي.

روسي ځواکونه تېره میاشت د خارکیف سرحدي سیمې ته ننوتل او ویل کیږي چې تر لسو ډیر کلي یې نیولي دي.

د جګړې په ترڅ کې د روسي ځواکونو قوماندان ویتالي ګانچوف ویلي چې روسي ځواکونو له خارکیف څخه پنځه کیلومتره لیرې د ووچانسک په سیمه کې د اوکراین وروستي ځوابي بریدونه په شا وتمبول.