نړۍ

لاريونوالو د نتانیاهو کور ته نږدې له پولیسو سره شخړه وکړه

په اسراییلو کې د حکومت ضد لاريون کوونکو پرون (دوشنبه، د جون ۱۷) د بیت المقدس سړکونو ته راووتل او په دغه هېواد کې یې د نویو ټاکنو غوښتنه وکړه.

رویټرز خبر ورکړی چې دغو لاريون کوونکو د اسرائیلو د لومړي وزير بنیامین نتانیاهو کور ته نژدې له پولیسو سره شخړه وکړه.

دې خبري اژانس لیکلي چې نتانیاهو لا هم د اسرائیلو په تاریخ کې د یوه تر ټولو ښي اړخه ایتلاف په سر کې ځاى لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییلو د دوو پخوانیو « منځلاريو» جنرالانو په وتلو دغه هيواد د ملي یووالي حکومت پاشل شوى دى.

د اسراییلو د ملي یووالي حکومت نامتو جنرالان او د کابینې غړو بیني ګانتز او ګادي ایزنکوټ تېره اونۍ د نتانیاهو حکومت پریښود.

د يادونې وړ ده، چې د دغو دوو تجربه لرونکو جنرالانو له ګوښه کېدو وروسته د اسرائيلو لومړي وزير خپله جنګي کابينه هم منحل کړه.

اوس، د رویټرز په وینا، هغه به د غزې د جګړې په اړه د خپلو وزیرانو له یوې کوچنۍ ډلې سره مشوره وکړي.

د دې راپور پر بنسټ، بنیامین نتنیاهو اوس د افراطي ارتودوکس ښي اړخو ملګرو سره تړاو لري؛ ارتودوکس افراطیان، چې افراطي پلان یې آن د اکتوبر د ٧ په اسرایل باندې د حماس له برید څخه مخکې په هیواد کې یوه لویه تشه رامنځته کړه.

د يادونې وړ ده، چې په اسرائیلو کې اونیز لاريونونه په دې نه دي توانیدلي چې د دغه هیواد سیاسي منظره بدله کړي او د اسرائیلو لومړی وزیر لا هم د دغه هیواد په پارلمان کې د لا ډير باثباته واک څخه برخمن دى.