نړۍ

روسیه او شمالي کوریا د اوراسيا لپاره «امنیتي پلان» جوړوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هېواد به یې له شمالي کوریا سره د اوراسيا لپاره «امنیتي پلان» جوړ کړي.

د شمالي کوریا ورځپاڼې «رودونګ سینوم» لپاره په یوه مقاله کې چې د کرملین لخوا په خپله ویبپاڼه کې خپره شوې ، د روسیې ولسمشر ويلي چې د هغه هیواد به د لویدیځ بندیزونو په ځواب کې له شمالي کوریا سره د “خپلواکه راکړې ورکړې” جوړښتونه هم رامینځته کړي.

د تأس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، هغه په دې مقاله کې ویلي: «موږ په نړیوالو اړیکو کې د ولسواکۍ او لا زیات ثبات د رامنځته کولو لپاره نږدې همکارۍ ته چمتو یو.»

هغه زیاته کړه چې د دې د ترسراوي لپاره به موږ د بديلې سوداګرۍ او د حل جوړښتونه رامینځته کړو چې د لویدیځ لخوا نه کنټرولېږي.

پوتین همداراز په دې مقاله کې ویلي چې هغه د شمالي کوریا سره په ګډه د«غیرقانوني یو اړخیز» بندیزونو مخالفت کوي.

د يادونې وړ ده، چې هغه اشارتا د لویدیځ بندیزونه د «غیرقانوني یو اړخیزه بندیزونو» په نوم ياد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ شمالي کوریا روسیې ته د وسلو ۱۰ زره کانټینرونه ولېږل.

ګلوبل آی نیوز راپور ورکړی چې روسیې ته د شمالي کوریا د وسلو مرستې کې ډيرى د توپ ګولۍ شاملې دي.