نړۍ

نړۍ د دوامدارې پراختیا اهدافو په لاره کې وروسته پاتې ده

د ملګرو ملتونو سازمان په یوه راپور کې د بودیجې کمښت، جیو پولیټیکل کړکېچونو او د کرونا خپرېدو ته په اشارې سره ویلي چې نړۍ د بې وزلۍ او لوږې سره د مبارزې په ګډون په له ۲۰۱۵ کال راهيسې د ډېرو دوامداره پراختیایي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره اوږده لاره لري.

د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا کلني راپور د ١٧ «دوامدارې پراختیا اهدافو» پلي کولو کې د ١٩٣ غړو هیوادونو فعالیت روښانه کړی. دا راپور د غړو هیوادونو هڅولو ته دوام ورکوي ترڅو دا اهداف پلي کړي، چې په کې زده کړې او روغتیايي پاملرنو ته د لاسرسى، د پاکو اوبو انرژۍ چمتو کول او د ژوند چاپيريال ساتنه شامل دي؛ طبقه بندي کړې دي.

د ملګرو ملتونو د موندنو پر بنسټ، د ١٧ اهدافو څخه به هېڅ یو تر ٢٠٣٠ کال پورې ترلاسه نشي، او ډیری اهداف «محدود یا سرچپه » پرمختګ ښیي.

ملګرو ملتونو له خپلو غړو هېوادونو غوښتي، چې د بودیجې د کمښت مخه ونیسي او د ملګرو ملتونو د سيسټم  د بیا راژوندي کولو لپاره هڅې وکړي.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ويلي: «هغه څه چې دا راپور ښیي دادي چې آن د وبا څخه دمخه، تر اوسه پرمختګ خورا ورو دی.»

د يادونې وړ ده، چې افغانستان هم د نړۍ يو له بې وزلو هېوادونو څخه دى، چې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ په دغه هېواد کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.