نړۍ

احمد وحیدي: ​​ایران نه شي کولای «بې اسناد» کډوال ومني

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي یو ځل بیا له دغه هیواد څخه د «بې اسنادو» کډوالو په ایستلو ټينګار  وکړ او زیاته یې کړه چې هیواد یې نشي کولای دغه کډوال ومني.

ایراني رسنیو ویلي، چې نوموړي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په فارس کې د یوې غونډې په څنډه کې وکړې.

دغه ایرانی چارواکی همداراز غوښتنه وکړه چې د هغو کډوالو لپاره وضعیت منظم او و ارزوي څو په دغه هیواد کې د هغوی د شتون په وړاندې خنډ شتون ونه لري.

تر دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر تل د «بې اسنادو» مهاجرینو پر شړلو ټینګار کړی، چې اکثره یې افغانان دي او له طالبانو یې غوښتي چې خپل هیواد ته د دغو کډوالو د ستنېدو شرایط برابر کړي.

نوموړي مخکې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې په تېر کال کې يو ميليون او ۳۰۰ زره بې اسناده کډوال له دغه هېواده ويستل شوي دي.

ایراني چارواکي معمولاً د افغان کډوالو لپاره د «بهرني وګړو» او «ناقانونه اتباعو» اصطلاحات کاروي او په دغه هیواد کې اکثره کډوال افغانان دي.

په داسې حال کې چې ایراني چارواکو تل د افغان کډوالو د ويستلو په اړه خبرداری ورکړی دی؛ خو په تېرو کلونو کې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته د افغانانو د کډوالۍ بهیر ډېر شوی دی.

د دغو کډوالو له ډلې څخه یو شمیر یې د کاري فرصتونو نشتوالی او د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر زده کړو  لګول شوي محدودیتونه له افغانستان څخه د وتلو او کډوالۍ لامل بولي.