نړۍ

مسکو: د اوکراین بې پیلوټه الوتکو په روستوف سیمه کې بریښنا مختل کړې

د روسیې خبري اژانس ریانووستي د جمعې په ورځ د غبرګولي په ۲۵ مه د روستوف ښار په موروزوفسکي سيمه کې د بریښنا د ګډوډۍ خبر ورکړ.

د ریانووستي په وینا، دا ګډوډي په دې سیمه کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله رامنځته شوې.

تر دې مخکې د سیمې چارواکو ویلي وو چې د روسیې د الوتکو ضد سیسټم په روستوف ښار کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې د لوی برید په شنډولو بریالی شو.

راپور زیاتوي چې هره ورځ اوکراین هڅه کوي د بې پیلوټه الوتکو په مرسته چې د هوايي بريدونو  مخنيوى کوي  د روسیې پر سرحدي سیمو بریدونه وکړي.

د بلګورود، کورسک، بریانسک او کریمه سیمې چې له اوکراین سره پر پوله پرتې دي، د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د بريدونو له فشار سره مخامخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د امریکا ولسمشر جوبایډن په ایټالیا کې لس کلن امنیتي تړون لاسلیک کړ.