نړۍ

امریکا او اوکراین «امنیتي تړون» لاسلیکوي

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هغه اوکرایني سیال ولادیمیر زیلینسکي به د جي ٧ سرمشريزه  غونډه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدمهاله دفاعي او امنیتي همکاریو دوه اړخیز ه تړون لاسلیک کړي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، ټاکل شوې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ دغه هوکړه نن (پنجشنبه، د جون ۱۳مه) په ایټالیا کې لاسلیک شي.

دغه خبري آژانس ویلي دي چې جوبایډن او ولادیمیر زیلینسکي به په ایټالیا کې د جي ۷ غونډې په څنډه کې سره وګوري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ د اوکراین له خلکو سره یو او د هغوی د امنیتي اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوو، نه یوازې اوس؛ بلکې موږ به په راتلونکي کې هم همداسې دوام ورکړو.»

ښاغلی سالیوان وايي چې د امنیتي تړون په لاسلیکولو سره به امریکا د کییف د ملاتړ په اړه د واشنګټن د هوډ په اړه روسیې ته یو «روښانه پیغام» واستوي.

د رویټرز د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ټینګار کړی، چې مسکو باید له اوکراین سره د امریکا د مرستو د پای ته رسېدو تمه ونه لري.

هغه زیاته کړه:«که پوتین فکر کوي چې د اوکراین پلوه ایتلاف به شاته شي، تېروتنه کوي.»

د دې هوکړې له مخې، د بایډن اداره غواړي په راتلونکو څو میاشتو کې د کانګرس سره کار وکړي ترڅو د اوکراین لپاره د دوامداره سرچینو ترلاسه کولو لپاره لاره ومومي.