د افغانستان د امنیت د څارنې په نوم یو بنسټ په خپل میاشتني راپور کې ویلي چې یوازې په مې میاشت کې افغانستان د ۳۱ امنیتي پېښو شاهد و.
د دغه راپور له مخې، په دغو امنیتي پېښو کې ۹۶ تنه وژل شوي او ۸۱ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د امنیت د څارنې بنسټ د راپور له مخې، کابل د ۱۴ امنیتي پېښو په لرلو سره د جدول په سر کې دی او کندهار، پکتیکا، لوګر، بامیان، بغلان، بدخشان او تخار ولایتونه د یوې یوې امنیتي پېښې په لرلو سره د جدول په پاى کې ځاى لري.
د افغانستان د امنیت د څار اداره وايي، چې دا امنيتي پېښې زياتره د ملي مقاومت جبهې، ازادۍ جبهې او د داعش خراسان ډلې لخوا ترسره شوې دي.
په دې راپور کې د پاکستان د تحریک طالبان پر جنګیالیو د ډرون بریدونو ته هم اشاره شوې ده؛ خو د برید د عاملینو په اړه پکې څه نه دي ویل شوي.
په ٢٠٢١ کې په افغانستان کې د طالبانو واک ته د بیرته راستنېدو راهیسې، دوى تل امنیت د دوی ترټولو مهمه لاسته راوړنه بللې ده.
خو وروستي راپورونه ښيي چې په هېواد کې د امنيتي پېښو، غلاوو او تښتونو شمېر مخ په زياتېدو دى.