افغانستان

د افغانستان امنیت څارونکي: په می میاشت کې په افغانستان کې ۳۱ امنیتي پېښې شوې

د افغانستان د امنیت د څارنې  په نوم یو بنسټ په خپل میاشتني راپور کې ویلي چې یوازې په مې میاشت کې افغانستان د ۳۱ امنیتي پېښو شاهد و.

د دغه راپور له مخې، په دغو امنیتي پېښو کې ۹۶ تنه وژل شوي او ۸۱ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د امنیت د څارنې بنسټ د راپور له مخې، کابل د ۱۴ امنیتي پېښو په لرلو سره د جدول په سر کې دی او کندهار، پکتیکا، لوګر، بامیان، بغلان، بدخشان او تخار ولایتونه د یوې یوې امنیتي پېښې په لرلو سره د جدول په پاى کې ځاى لري.

د افغانستان د امنیت د څار اداره وايي، چې دا امنيتي پېښې زياتره د ملي مقاومت جبهې، ازادۍ جبهې او د داعش خراسان ډلې لخوا ترسره شوې دي.

په دې راپور کې د پاکستان د تحریک طالبان پر جنګیالیو د ډرون بریدونو ته هم اشاره شوې ده؛ خو د برید د عاملینو په اړه پکې څه نه دي ویل شوي.

په ٢٠٢١ کې په افغانستان کې د طالبانو  واک ته د بیرته راستنېدو راهیسې، دوى تل امنیت د دوی ترټولو مهمه لاسته راوړنه بللې ده.

خو وروستي راپورونه ښيي چې په هېواد کې د امنيتي پېښو، غلاوو او تښتونو شمېر مخ په زياتېدو دى.