دوو سرچینو تایید کړې چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په وروستیو ورځو کې په کابل کې له ۲۰ تر ۲۵ کسان نیولي دي.
د دغو سرچینو په وینا، ټول نیول شوي کسان شیعهګان دي او د محرم د بیرغونو د پورته کولو له امله یې څو ورځې د طالبانو د عدلیې وزیر په شخصي زندان کې تېرې کړې او تېره ورځ خوشې شول.
دغه سرچینې وایي چې د طالبانو د عدلیې وزیر د کابل شیعهګانو ته خبرداری ورکړی چې د محرم د بیرغونو له پورته کولو او د بامونو، جوماتونو او تکیهخانو پر سر د لوډسپیکرونو له کارولو ډډه وکړي.
په همدې حال کې، د کابل په ځینو برخو کې د محرم بیرغونه ښکته کړل شوي، خو په یو شمېر نورو سیمو کې لا هم رپېږي.
