سویلي آسیا

د هند په یو روغتون کې اور لګېدنې له شپږو ماشومانو ژوند واخيست 

په نوي ډیلي کې د نوي زیږېدونکو د پالنې په یو روغتون کې د اورلګېدنې له امله شپږ ماشومان مړه شوي دي.

هندي چارواکي وايي، دا ناڅاپه اور لګېدنه تېره شپه (د غبرګولي په پنځمه) د دغه ښار په ختیځ کې رامنځته شوې ده.

خو اور وژونکو شپږ نور ماشومان له دې اور څخه ژغورلي او بل روغتون ته یې لېږدولي.

تر اوسه د اور لګېدنې علت معلوم نه دی؛ خو پولیس وايي چې د روغتون خاوند په تېښته بریالی شوی دی.

په همدې حال کې په لویدیځ ایالت ګجرات کې هم د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۲۷ ته رسېدلی او یو کس لا تراوسه هم نادرکه دی.

دغه اورلګېدنه د شنبې په ماښام په يوه کورني تفريحي ځاى کې شوې، چې پوليسو د دې پېښې په تړاو دوه کسان نيولي هم دي.