روغتیا

د ننګرهار اوسیدونکي د درملو له لوړو بیو شکایت کوي

د ننګرهار اوسیدونکي شکایت کوي چې د ناروغیو له زیاتیدو سربیره په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د درملو بیې د پخوا په پرتله څو چنده لوړې شوي، چې بیوزله ناروغان یې د اخیستو توان هم نه لري.
د خلکو په خبره د درملو په بیه کې د پخوا په پرتله څو چنده لوړالی راغلی، چې له امله یې بیوزله ناروغان د درمل اخیستلو توان نه لري.
خو بل لورته بیا درمل پلورونکي د درملو لوړې بیې مني خو لامل یې لوړ محصول بولي.
زمونږ همکار جان اغا صالح پرې له ننګرهار څخه راپور لري.
عام خلک د عامې روغتیا ریاست پر چارواکو هم نیوکه کوي، چې په درملتونونو او روغتیایي مرکزونو څار نه لري او همدا لامل دی، چې بیې لوړې شوي.
د ننګرهار دوه اوسیدونکو ګل احمد او شاه ولي کلید ته وویل:
«ننګرهار کې د پخوا په پرتله د درملو بیې ډیرې زیاتې لوړې شوي او د هر پاکټ ګولیو په بیه کې لس افغانۍ لوړوالی راغلی چې غریب سړی یې د اخیستلو توان نه لري او لامل یې د عامې روغتیا د مسولینو نه پاملرنه ده، چې هر ډاکټر د درملو بیه لوړې کړې ده؛ زمونږ غوښتنه له حکومت دا ده چې باید د درملو د لوړې بیې مخنیوی دې وکړي او هم دې خلکو ته په وړیا ډول روغتیایي خدمات وړاندې شي، خو د خلکو روغتیایي ستونزې حل شي.»
بل لور ته درمل پلورونکي هم مني چې بیې لوړې شوي خو وایي، د محصول د څو چنده لوړېدو له امله په بیو کې زیاتوالی راغلی دی.
دوی له اسلامي امارت غواړي چې د تورخم له لارې دې هیواد ته د درملو واریدولو اجازه ورکړل شی.
«زیاتره درملو ته د تورخم له لارې په اسانۍ اجازه نه ورکول کیږي او یا که کوم درمل هیواد ته راوړل کیږي، نو محصول پرې زیات راځي او همدارنګه په بازارونو کې هم درمل نشته چې له امله یې درملو بیه لوړه شوې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.»
په ورته وخت کې بیا په ختيځ کې د درمل پلورونکو د اتحاديې مشر ډاکټر نجيب الله صاحبزاده په هیواد کې وروستي سیاسي بدلونونه د دې چارې ستر لامل یادوي.
دی وایي له همدې امله د دوی کارونه هم ټکني شوي دي.
صاحبزاده زیاتوي:«افغانستان د درملو په برخه کې یو واریدونکی هیواد دی او زمونږ زیاتره درمل له پاکستان څخه راځي نو هلته په خپله هم د درملو بیې لوړې شوي او همدارنګه دلته د تورخم له لارې د محصول په برخه کې ستونزې شته چې په درملو زیات محصول راځي نو درمل پلورونکو ځکه د درملو بیې لوړې کړي دي، له حکومت هم غواړو چې د درملو واریدیدو برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.»
روغتیایي چارواکي بیا د درملو د بیو لوړیدل ټول شموله ستونزه بولي او وایي، نه یوازې په افغانستان بلکې په نړیوالو بازارونو کې هم د درملو بیې لوړې شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر امیر محمد افتاب په دغه ولایت کې درملو پلورونکو ته خبرداری ورکوي ، چې که په خپل سري ډول يې د درملو بیې لوړې کړې له قانوني چلند سره به مخ شي.
افتاب زیاته کړه:«ټوله نړۍ کې د درملو بیه لوړه شوې او زیاتره درمل له بهر څخه راځي او محصول یې هم لوړ شوی او همدارنګه زیات مصارف پرې هم کیږي نو بیې یو څه لوړې شوي، په دومره کچه هم نه دي لکه څومره چې اوسمهال خلک شکایت کوي او یا یې درملتونو کې بیې لوړې دي؛ که هر څوک د درملو احتکار کوي او یا یې بیې لوړي له قانوني چلند سره به مخ شي.»
له دې سربیره ولسي خلک ادعا کوي او وایي، هغه روغتیایي مرکزونه چې اوسمهال په لرې پرتو ولسوالیو کې فعال دي په کافي اندازه درمل او نور روغتیایي امکانات نه لري، چې له امله یې خلک مجبورېږي خصوصي روغتونونو ته خپل ناروغان د درملنې په موخه یوسي، خو د شته اقتصادي ستونزو له امله دا هم د ډېرو له توان پورته ده.
د هېواد په نورو سیمو کې هم د روغتیا په برخه کې د امکاناتو نشتوالی، خلکو ته لوی سرخوږی دی، خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مرکز (وچا) ویليٍ، د افغانستان روغتیایي سکټور سره به ۴۵ میلیونه ډالر مرسته کوي چې د بېړنو مرستو د صندوق له لارې ورکول کېږي.