نړۍ

 حماس یو شمېر اسراییلي پوځیان اسيران کړي

حماس اعلان کړی، چې د دې ډلې جنګیالیو یو شمېر اسراییلي پوځیان «سيران» کړي دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، که څه هم د نیول شویو اسراییلي پوځیانو شمېر معلوم نه دی؛ خو د حماس د وسله والې څانګې ویاند ابو عبیده ویلي، چې د دوی وسله والو پرون (شنبه، د مى ۲۵مه) د غزې په شمال د جبالیه په سیمه کې د جګړې پر مهال اسرائیلي پوځیان ونیول.

په یوه بيانيه کې چې نن سهار (یکشنبه، د می ۲۶) د الجزیرې له خوا خپره شوه، د حماس ویاند وویل: « زمونږ جنګیالیو د صهیونیسټي ځواک په یوه تونل کې کمین ونيو. او بيا د دغو ځواکونو د ټولو غړو له وژلو، ټپي کولو او نيولو وروسته يې شا تګ وکړ.»

خو اسرائیلو د حماس دغه ادعا رد کړه او د دغه هېواد پوځ نن سهار په یوه بیان کې وویل: «د اسرائیلو پوځ روښانه کوي چې هېڅ داسې پېښه نه‎شته چې یو سرتېری یې تښتولی شوى وي.»

رویټرز لیکي چې حماس یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ليدل کېږي، چې په یو تونل کې په وينو ککړ سړی په ځمکه  راښکل شوى، او د هغه عکسونه هم د هغه ستړيا او پوځي ټوپک ښیي.

خو دغه خبري اژانس ویلي، چې په خپلواکه توګه نشي کولای په ویډیو کې د ښودل شوي کس هویت او د هغه حالت تایید کړي.

د حماس ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د قطر، مصر او امریکا په منځګړتوب د«اوربند» د خبرو د بیا پیلېدو احتمال هم اعلان شوی دی.

یوې باخبرې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې د اسرائیلو د څارګرې ادارې (موساد) د مشر د سي آی اى له مشر او د قطر له لومړي وزیر سره تر لیدنې وروسته دا پرېکړه شوې، چې راتلونکې اونۍ به (اوربند) خبرې اترې بیا پیل شي.