افغانستان

کندهار: تېرو ۱۱ مياشتو کې زرګونه ټنه وچه مېوه بهر ته صادر شوې

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونه په تېرو یولسو میاشتو کې له دې ولایت څخه بهرته د نژدې ۱۲۰ زره ټنه وچې مېوې او نورو موادو د صادرولو خبر ورکوي.

د دې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وایي، له دې ولایت څخه د ۹۴ ميلیون ډالرو په ارزښت ۲۹ ټنه وچ ممیز بهر ته صادر شوي چې ډېره برخه یې هند ته وه.

د ښاغلي بینا په وینا که د سوداګرو د پیسو د انتقال په برخه کې ستونزې هوارې شي ښایي د صادراتو کچه له دې هم لوړه شي.