نړۍ

ناروې، اسپانیا او اېرلنډ فلسطین په رسمیت وپیژند

ناروې او اېرلنډ اعلان وکړ چې فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه په رسميت پیژني او هسپانیې هم اعلان وکړ چې فلسطین په رسمیت پیژني.

د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، د اېرلنډ لومړي وزیر سیمون هايرېس نن (چهارشنبه، د مى ۲۲مه) ويلي، چې هيواد يې  دا اقدام له هسپانیا او ناروې سره په همغږۍ ترسره کړی دی.

هغه دا ورځ د فلسطین او اېرلنډ لپاره یوه «تاریخي ورځ» وبلله.

په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، اسرائیلو ویلي چې د «فلسطین په رسمیت پېژندلو» له امله به د اېرلنډ او ناروې سفیران ور وغواړي.»

د اسوشیېټډ پرېس د راپور پر بنسټ، د اېرلنډ لومړي وزیر ویلي چې د دې ګام موخه « د اسراییلو-فلسطین د شخړې په حل کې مرسته کول دي.«

د هسپانیې لومړي وزیر پادر سانچز ویلي،  چې هیواد به یې د می په ۲۸ نېټه (۶ ورځې وروسته) فلسطین د یوه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت وپیژني.

دا په داسې حال کې ده، چې دهسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه آلبارس ويلي، د روانې میاشتې په پیل کې يې په دې اړه د امریکا او په ځانګړې توګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته خبر ورکړی دى.