نړۍ

پر رفح د اسراییلو په هوايي برید کې ۵ تنه وژل شوي

پرون (سه شنبه، می ۲۱) د غزې د تړانګې په سوٸل کې پر رفح ښار د اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې لږ تر لږه ۵ تنه ووژل شول.

رویټرز خبري اژانس وایي، اسرائیلي ځواکونو په ورته وخت کې په جبالیه کې د فلسطیني کډوالو په کمپ بريد وکړ او د استوګنې سیمې یې په ټانکونو او هوایي بمباریو په نښه کړې.

د دغه راپور پر بنسټ، په روانه میاشت کې د اسرائیلو د بريدونو په پايله کې په  زرهاو فلسطینیان بې کوره شوي دي او د مرستو رسونې بهیر ډېر  محدود شوی دی.

دې خبري آژانس دا هم لیکلي، چې په غزه کې د «قحطۍ ګواښ» مخ په زیاتېدو دی.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د مرستو رسونې مسٶل خبرداری ورکړی و، چې په غزه کې د دغه سازمان د مرستو رسونې بهير په ټپه ولاړ دى او د اسرائیلو بریدونو له مصر څخه غزې ته د دغه سازمان د مرستو د لېږد مخه نیولې ده.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، ځايي اوسېدونکو ویلي، چې اسراییلي پوځ د جبالیه کمپ سیمه ییز بازار ته څېرمه د هټیو او د استوګنې د کورونو د ویجاړولو او پاکولو لپاره له بلدوزرونو کار اخیستی دی.

د اسرائیلو پوځ هم دغه کمپ ته د ننوتلو پخلی کړی دی. هغه ځاى ته چې هغه څو میاشتې وړاندې دوى ادعا وکړه، چې حماس یې منحل کړی او د دې ډلې د بیا تنظېمیدو مخه یې نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراٸيلو پوځ پرون اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې یې د «شاوخوا ٧٠ ترهګریزو موخو» مخه يې نېولې ده. 

د پوځي کمپلکسونه، د وسلو د زېرمه کولو ځایونه، د توغندیو ويشتونکي او د څارنې پوستې يې ویجاړې کړې دي.

خو د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، فلسطیني ډاکټرانو ویلي چې اسرائیلي توغندي په جبالیه کې د کمال عدوان روغتون په بېړنۍ څانګې ولګېدل چې له امله یې روغتیايي کارکوونکي په وېره کې شول او ناروغان يې له روغتونه څخه وويستل.