ورزش

دواین براوو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د توپ اچونې مشاورپه توګه وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ویسټ اينډیز د کرکټ پخوانی لوبغاړی ډواین براوو د شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچونې مشاور په توګه وټاکل شو.

براوو به په دغو لوبو کې د افغانستان له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

۴۰ کلن براوو په ۲۹۵ نړیوالو لوبو کې ۶زره۴۲۳ منډې او ۳۶۳ ویکټې اخیستي دي.

نوموړي په ۱۰۰ لومړۍ درجه لوبو کې، ۲۲۷ په الف لوبډلې او ۵۷۳ شل اوريزو لوبو کې برخه اخیستې ده.

د کرکټ بورډ وايي، د براوو د کرکټ سبک او د هغه په ​​زړه پورې شخصیت په ​​ټوله نړۍ کې د هغه دستاینه او درناوی سبب شوى، چې د شل اوریزو نړیوال جام او د هند پریمیر لیګ په ګډون یې ګڼ شمیر جایزې ګټلې دي.

د لوبغاړي په توګه د خپلې نړیوالې تجربې سربیره، براوو په دې وروستیو کې د هند غوره لیګ چنای سوپر کینګز لپاره د توپ اچونې روزونکي په توګه کار کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ملي لوبډله روانه اونۍ د سینټ کېټس اينډ نیوېس ټاپويي هيواد ته رسېدلې او د کرېکټ په شل اوریز نړیوال جام کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي.