نړۍ

د ابراهیم رئیسي جسد به درې ورځې وروسته خاورو ته وسپارل شي

د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو جسدونه نن سهار د ایران په تبریز ښار کې د معراج شهدا په نوم له ځايه د جنازې لپاره ایستل شوي دي.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د نوموړي او له هغه سره د مړو شویو چارواکو د جنازې مراسم نن (سه شنبه دغبرګولي لومړۍ نېټه) په ځايي وخت په ۹:۳۰ بجو په تبریز کې ترسره شول.

دغو رسنیو  همدا راز ویلي، چې د هغه او د نورو مړه شويو چارواکو د جنازې مراسم به د تهران او قم په ګډون د ایران په نورو ښارونو کې د پنجشنبې تر ورځې (د غبرګولي دريمې) دوام ولري.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د ابراهیم رئیسي جسد به د پنجشنبې په ورځ په مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.

ویل کیږي چې د هغه او د هغه د مړو شويو چارواکو د جنازې مراسم به په تهران کې ترسره شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او ۷ نور کسان د یکشنبې په ورځ (د مى ۱۹مه) په اذربایجان کې د چورلکې د لوېدو په نتیجه کې مړه شول.

د ایران حکومت پرون (دوشنبه، د مى ۲۰مه) په رسمي توګه د ولسمشر او د هغه سره د مل پلاوي د مړینې خبر اعلان کړ.

تراوسه پورې ددغې چورلکې د غورځيدو علت څرګند نه دى؛ خو د مهر خبري اژانس ویلي چې دغه چورلکه د «د هوا خرابوالي» له امله سقوط شوې ده.

د ایران د ولسمشر چورلکه د اذربایجان له پولې څخه د تبریز ښار ته د ستنیدو پر مهال نسکوره شوه، چې په پايله کې يې د ايران د ولسمشر،بهرنيو چارو وزير په ګډون ٧ تنه نورو چارواکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.