سوداګري

نن (د می یوویشتمه) د چای نړیواله ورځ ده

نن د مى ۲۱مه (سه شنبه، غبرګولي لومړۍ نېټه) د چای له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

چای یو له خورا نامتو او خوښوونکي څښاک  څخه دی چې په ټوله نړۍ کې د خلکو لخوا ډېر مصرفېږي.

ملګرو ملتونو په دې اړه په خپل یوه راپور کې ویلي:« په ټوله نړۍ کې له ۱۳ میلیونو څخه زیات خلک د خپل ژوند لپاره د چای دسکتورپه برخه کې کار کوي.»

دا سازمان وايي چې د چای نړیواله ورځ د دې بوټي کلتوري اهمیت، روغتیايي ګټو او اقتصادي اهمیت په اړه د پوهېدو لپاره يو فرصت دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د چای د کښت او استعمال تاریخ له ۵،۰۰۰ څخه ډیرو تېرو کلونو ته رسیږي؛ په روغتیا، کلتور او ټولنیز-اقتصادي پرمختګ کې د هغې ونډه لاهم تازه او د پام وړ ده.

دغه سازمان همداراز ویلي هڅه کوي؛ څو په نړۍ کې د چای تولید  د تل لپاره ،دوام ومومي او ډاډ ترلاسه کړي چې د هغه ګټې د خلکو، کلتورونو او چاپیریال او  د نسلونو لپاره دوام لري.

د چای نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې دا نبات اوس په سيمو کې په دوديزه بڼه کرل او پروسس کیږي.