نړۍ

«د رئیسي مړینه کولی شي د خامنه ای د ځای ناستي پرسر سیالي لاپسې پراخه کړي»

رویټرز خبر ورکړی چې د چورلکې په غورځېدو کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي مړینه ښايي د ایران د مذهبي مشر علي خامنه يي د ځای ناستي لپاره د ایران په حکومت کې سیالي لاپسې زیاته کړي.

دې خبري آژانس لیکلي چې د ابراهیم رئیسي مړینې هغه پلانونه چې څوک به د ایران د مشر ځای ناستی شي، ګډوډ کړل.

د دغه راپور پر بنسټ، د ایران حکومت دننه ځینې کسان په دې باور وو چې ښايي د علي خامنه‌ای پر ځای رٸيسي د مشر په توګه وټاکل شي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې ابراهیم رئیسي د خامنه ای کلک ملاتړ څخه برخمن و.

د يادونې وړ ده، چې د ایران اوسنی مذهبي مشر علي خامنه يي هم د ایت الله خمیني په مشرۍ د ایران ولسمشر و.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د اساسي قانون پر بنسټ، مشر زيات واک لري او د هېواد د وسله والو ځواکونو د آعلى سر قومندان په توګه کار کوي.

د جانز هاپکينز د پرمختللو نړیوالو مطالعاتو په پوهنتون کې د منځني ختیځ د مطالعاتو او نړیوالو چارو استاد ولي نصر رویټرز خبري اژانس ته ویلي، هغه ډله چې غواړي په ایران کې  رٸيسي د مشرتابه په څوکۍ وویني، اوس هېڅ نوماند نه لري او دا لاره د نورو ډلو او شخصیتونو د «سختې سیالۍ» لپاره خلاصه ده.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او ٧ نور کسان د یکشنبې په ورځ (د مى ۱۹مه) په اذربایجان کې د چورلکې د لوېدو په نتیجه کې مړه شول.

د ایران حکومت پرون (دوشنبه، د مى ۲۰مه) په رسمي توګه د ولسمشر او د هغه سره د مل پلاوي د مړینې خبر اعلان کړ.

تراوسه پورې ددغې چورلکې د غورځېدو علت څرګند نه دى؛ خو د مهر خبري اژانس ویلي چې دغه چورلکه د “هوا خرابوالي” له امله سقوط شوې ده.

د ایران د ولسمشر چورلکه د اذربایجان له پولې څخه د تبریز ښار ته د ستنېدو پر مهال نسکوره شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم په دغه چورلکه کې له ده سره و. ایراني رسنیو هم د ښاغلي عبدالهیان او د دغې چورلکې د نورو سپرلیو وژل کېدل تایید کړي دي.