سویلي آسیا نړۍ

د رئیسي د مړینې په غبرګون کې پاکستان یوه ورځ ملي ماتم اعلان کړه

پاکستان د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو د وزیر امیر عبداللهیان او د هغوی د ملګرو د وژل کېدو په غبرګون کې نن «ملي ماتم» اعلان کړ.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي دي چې د ایران سره د درناوي او پیوستون د نښان په توګه به یوه ورځ ملي ماتم اعلان کړي.

هغه پر اېکس لیکلي: «پاکستان به د ولسمشر او د هغه د ملګرو د درناوي او د ورور ایران سره د پیوستون په توګه د ماتم ورځ ونمانځي او بیرغ به یې نیم ځوړند وي.»

هغه همدارنګ د چورلکې د غورځېدو په پېښه کښې د ایران د ولسمشر،د بهرنیو چارو د وزیر او د هغوی د ملګرو مړینه «دردناکه» وبلله او د دغه هېواد له خلکو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه.

په همدې حال کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم د ایران د ولسمشر او د هغه د ملګرو د مړینې په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې له دې پېښې «غمجن او خفه شوی»دی.

ښاغلي مودي په یو پیغام کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي مړینه خواشینوونکي بللې او د الوتکې د لوېدو په پېښه کې یې د هغه او د هغه د ملګرو په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

د هند لومړی وزیر وايي، ښاغلي رئیسي د هند او ایران د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې اهم رول لوبولی دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او اوه نور ملګري یې پرون (یکشنبه، د مٸ۱۹مه) د اذربایجان په ورزقان کې د یوې چورلکې د لوېدو په پايله کې خپل ژوند وبايله.

د ایران حکومت نن سهار په رسمي ډول د ولسمشر او د هغه د ملګرو د مړینې خبر اعلان کړ.

تر اوسه د دې چورلکې د«غورځېدو» لامل نه دی څرګند، خو د مهر خبري اژانس ویلي، چې چورلکه د «هوا د خرابوالي»له امله  غورځېدلې ده.

د ایران د ولسمشر چورلکه د اذربایجان له پولې څخه د تبریز ښار ته د ستنېدو پر مهال سقوط شوې ده، چې ايران ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په ګډون پکې ٨تنه نور سپرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. ایراني رسنیو په دغه چورلکې کې د ټولو سپرو مړينه تایید کړې ده.