نړۍ

د ابراهیم رئیسي لېږدونکې چورلکه کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون ۸ تنه نور مړ شوي دي

د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د سپرلۍ د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر په ګډون ۸ تنه نور مړه شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د ولسمشر ابراهیم رئیسي ترڅنګ ددې هبواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم وژل شوي دي.

د دغو راپورونو له مخې، د ولسمشر د ساتونکو مشر مالک مهدي میسوي، د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي، د ایران د سپاه انصار المهدي  يو سرتېرى، د چورلکې پیلوټ،  پیلوټ مرستيال او کروچیف چې هویت یې لا نه دی معلوم، هم مړ شوى دى.

تر دې مخکې د ایران د ولسمشر اجرائيوي مرستیال محسن منصوري د ابراهیم رئیسي مړینه تایید کړې وه.

له دې وړاندې د ایران دولتي رسنۍ مهر خبری اژانس خبر ورکړى و، چې ښاغلی رئیسي او په دغې چورلکې کې ټولو سپرو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

تر اوسه د دې چورلکې د«غورځېدو» لامل نه دی څرګند، خو د مهر خبري اژانس ویلي، چې چورلکه د «خرابې هوا» له امله غورځېدلې ده.

د ایران د ولسمشر چورلکه د اذربایجان له پولې څخه د تبریز ښار ته د ستنېدو په حال کې وه، چې سقوط شوې ده.ايران رسنيو په دغه چورلکه کې د ابراهيم  رٸيسي په ګډون د اته تنو نورو د مړينې خبر تاييد کړى دى.