نړۍ

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي مړ شو

د ایران د اجرائیه ریاست مرستیال محسن منصوري د ابراهیم رئیسي مړینه تایید کړه.

د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هم د رئیسي مړینه تایید کړې ده.

مهر خبری اژانس وایی د ایران دولتی رسنیو مخکې ویلی وو چې ښاغلی رئیسی او د دغې چورلکې کې ټول سپاره مړه شوی دی.

تر اوسه د دې چورلکې د «غورځېدو»لامل نه دی څرګند؛ خو د مهر خبري اژانس ویلي، چې چورلکه د «خرابې هوا»له امله غورځېدلې ده.

د ایران د ولسمشر چورلکه د اذربایجان له پولې څخه د تبریز ښار ته د ستنېدو پر مهال سقوط شوې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهيان هم په دغه چورلکه کې له ده سره و. ایراني رسنیو د ښاغلي عبدالهیان او د دغې چورلکې د نورو سپرلیو وژل کېدل تایید کړي دي.