نړۍ

د اوکراین څارنوالان پر دغه هېواد د روسیې د بریدونو په اړه څېړنه کوي

د اوکراین څارنوالانو اعلان کړی چې په خارکیف کې پر یوې سیمې د روسیې د هوايي برید په اړه څېړنې کوي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د روسیې په دغه هوایی برید کې د یوې دیارلس کلنې نجلۍ په ګډون شپږ ملکیان ټپیان شوی دی.

د دغه راپور پربنسټ، د اوکراین څارنوالانو ویلي چې په ووچانسک کې د روسي ځواکونو په یوه بل برید کې یوه ۶۰ کلنه ښځه وژل شوې او د یوه ۵۹ کلن سړي په ګډون درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د اوکراین يو پوځي قوماندان رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د خارکیف دسیمې په محاذ کې «درنه» جګړه پیل شوې ده.

دغه خبري اژانس همداراز ویلي،  چې روسي ځواکونه له اوکراین سره په جګړه کې پرمختګ په حال کې دي.

د دغه راپور پربنسټ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته د خپل سفر په ترڅ کې اعلان وکړ چې هېواد یې د اوکراین په شمال ختیځ کې د خپلو سرحدی سیمو د ساتنې لپاره «بفر زون»(تشې سيمې) د جوړولو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې  اوکرایني چارواکي ادعا کوي چې روسیه د دغه هېواد د ښارونو په نښه کولو ملکي وګړي وژني او ټپي کوي.

خو روسیې په کراتو د اوکراین دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دوى د اوکرایني ځواکونو پوستې په نښه کوي.