افغانستان

د فیض آباد – بهارک لویه لار د سیلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده

د بدخشان د فیض آباد – بهارک ولسوالۍ لویه لار د سیلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

په بدخشان کې دطالبانو اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذبيح الله اميري رسنيو ته ويلي، چې دغه سېلابونه د دغه ولايت د ارغنجخوا ولسوالۍ په آب افچک سيمه کې راوتلي دي.

دغه عامه سړک ۱۰ ولسوالۍ د بدخشان له مرکز، فیض اباد ښار سره نښلوي.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس د معلوماتو له مخې، اوس مهال د بهارک، جرایم، یمګان، کران او منجان، شهدا، وردوج، زیباک، اشکاشم، واخان او شغنان ولسوالیو او د مرکز فیض اباد ښار تر منځ تګ راتګ بند دی. 

دا په داسې حال کې ده، چې پرون (جمعه د غويي ۲۸) په غور ولایت کې سېلابونو هم د فیروزکوه اوسېدونکو ته ډېر زیانونه اړولي دي.

په هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله سلګونه کسان مړه، سلګونه نور ټپيان او په زرګونو کورونه په جزوي او بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.