افغانستان

د شمالي اتلانتیک شورا کارپوهان: طالبانو په سیمه کې نوی کړکېچ رامنځته کړی دی

د شمالي اتلانتیک شورا کارپوهانو په یو تحلیل کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان  او د هغه د ګاونډیانو تر منځ د جګړې ګواښ ډېر شوی دی.

په دې تحلیل کې ویل شوي چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د طالبانو اړیکې اوس په یوه«نازک پړاو» کې دي.

دا کارپوهان وايي: «طالبانو نوي تاوتریخوالی رامینځته کړی او په ټوله سیمه کې ستونزې لکه د اوبو کارولو، په اړه اوږدمهاله شخړې  لاپسې زیاتې کړي.»

په دې تحلیل کې ویل شوي چې د طالبانو تر ادارې لاندې په سیمه کې له افغانستان څخه د رامنځ ته شوې جګړې د مخنیوي لپاره شته هڅې غیر فعالې او بې اغیزې دي.

په دې تحلیل کې د شمالي اتلانتیک شورا کارپوهانو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په سیمه کې د شخړو د مخنیوي لپاره یو دایمي جوړښت رامنځته کړي.

دغو کارپوهانو دا هم ویلي چې ملګري ملتونه باید د سرحدي او سیمه ییزو شخړو د مخنیوي، د تاوتریخوالي په صورت کې د تاو تریخوالي د زیاتوالي د مخنیوي او په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره د ماموریت لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي، چې له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره یې اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د دوی تر ادارې لاندې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

خو په دې تحلیل کې ویل شوي چې سيمه د افغانستان په محوريت  ناامنه او بې ثباته ده او له پولو بهر د تاوتریخوالی ګواښ سره مخ ده.

د شمالي اتلانتیک شورا کارپوهان وايي چې د افغانستان لپاره د شخړو د مخنیوي په جوړښت کې باید د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، د افغانستان لپاره د دې سازمان د مخنیوي ډیپلوماتيک مرکز او یو سیمه ییزه مشورتي غونډه شامله وي چې د افغانستان ګاونډیان سره راټول کړي.

دا تحلیل په داسې حال کې د شمالي اتلانتیک شورا د کارپوهانو لخوا وړاندې شوی، چې ټاکل شوې دوحه په راتلونکې میاشت کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب په قطر  کې د افغانستان په اړه دوې نورې غونډې هم جوړې شوې وې.